په پاکستان کی د علامه سید عارف حسین حسینی د شهادت د کالیزی نمانځل
د پاکستان د شیعیانو د پخوانی لارښود، علامه سید عارف حسین حسینی، د شهادت ۲۹ مه کالیزه، په پیښور کی ونمانځله شوه.
د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د شیعیانو یو لوړ پوړی مشر، علامه سید جواد نقوی، پدغو مراسمو کی« علامه عارف حسینی» د امام خمینی ره د رودو او سیاستونو یو رښتنئ پیروکار وباله، او زیاته یی کړه: له حضرت امام خمینی ره څخه په سرمشق اخیستلو سره، د یاد شهید اصلی رول، په پاکستان کی د یووالی او یو موټی توب د پیاوړی کولو لپاره هڅه، او له فرقه ګروهنې او تفرقې سره مبارزه کول ؤو.
علامه سید جواد نقوی، پدې هکله چی د اسلام لاره؛ هماغه د امام حسین ع مکتب او لار ده، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ایښودونکی(امام خمنیی ره) د ویناؤو د یوې برخې په نقلولو سره، د پرمختګ لاره، د امام حسین ع له لارې او مکتب څخه پیروی کول وبلل.
د اکسټ پنځمه نیټه؛ د علامه عارف حسین حسینی د شهادت د کالیزې په مناسبت، د«یوم شیعیان پاکستان» په نامه نومول شوې ده.
سید ساجد علی نقوی، په اوس حال کی د پاکستان د شیعیانو مشر دئ.