که چیرې کوم لیونتوب وکړې نو بل ډول ایران به ووینئ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب «حجت الاسلام و المسلمین محمد جواد حاج علي اکبري» دوښمنانو ته خبرداری ورکړ: که چیرې کوم احمقانه کار وکړئ نو دا ځل به یو بل ایران ووینئ او داسې نوي توغندي به تجربه کړئ چې تاسو یې فکر هم نه وي کړي او صهیونیسټي رژيم به خپله سا له لاسه ورکړي.
هغه د تهران د نن ورځې د جمعې لمانځه په دوهمې خطبې کښې چې په تهران پوهتتون کښې ترسره شو د روان کال د حج په اړه وویل د بیت الله الحرام حاجیانو ته چې له ایران څخه تللي دي د نورو ملتونو کتنه کاملا متفاوته او له ویاړ څخه ډکه ده.
په دې خبره چې په دغو ښو ورځو کښې بریالي شوو چې حج وکړو نو د متعال خدای مننه کوو.
هغه زیاته کړه د بې وزله خلکو حج او د جمعې لمونځ ستر نعمت دی چې د لاسرسي وړ ، بې لګښته او ډیر برکتونه لري.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ د دوښمنانو جنایتونه نه بښو او نه یې هیروو او له شهید مشر رانیولي تر شهید شویو زده کونکو پورې د هر شهید دوسیه به خلاصه پاتې وي.