د پاکستان ځواکونو په بلوچستان کې یو شمیر ترهه ګر ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53590-د_پاکستان_ځواکونو_په_بلوچستان_کې_یو_شمیر_ترهه_ګر_ووژل
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو شمیر ترهه ګر ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2017 01:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان ځواکونو په بلوچستان کې یو شمیر ترهه ګر ووژل

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو شمیر ترهه ګر ووژل شول.

 

د ډان خبري سایټ د راپور له مخې د بلوچستان صوبې د ډیره بګټي په کوهلو سیمه کې  د امنیتي ځواکونو په پرونیو عملیاتو کې  څلور ترهه ګر ووژل شول.

د دغه راپور په اساس  په نښته کې د پاکستان د پوځ یو عسکر هم وژل شوی دی.

په دغو عملیاتو کې  په کوهلو سیمه کې د ترهه ګرو  اډه له مینځه لاړه  او دهغوی یو شمیر چاودیدونکي مواد وسله او ارتباطي سازو سامان ونیول شو.

   په پاکستان کې د ضرب عضب له عملیاتو وروسته د دغه هیواد پوځ د  رد الفساد په نامه  نوې عملیات پیل کړل  چې تر اوسه په کې د تفکیري ترهه ګرو ډلو منجمله سپاه صاحبه  جماعت الاحرار او جنګوي لښکر په  سلګونو ترهه ګر وژل شوې دي.

 بلوچستان یو له هغو سیمو ګڼل کیږي چې پکې د جماعت الاحرار سپاه صحابه او جنګوي لښکر په شان یو  شمیر ترهه ګرې ډلې فعالی دي.