د پاکستان په کراچۍ کښې درې طالب عناصر ووژل شول
Aug 07, 2017 10:42 Asia/Kabul
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو کښې درې طالب عناصر ووژل شول.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې په دغو عملیاتو کښې څلور نور طالب عناصر هم ونیول شول او یوه اندازه وسلې او چاودېدونکی مواد هم له دغې ډلې څخه کشف او ضبط شول چې دغو عناصرو غوښتل د سېند صوبې په مختلفو سیمو کښې په ترهه ګرو حملو کښې له دغو موادو څخه استفاده وکړی.
ټیګونه