د پاکستان او دایران تجارت زیاتیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53682-د_پاکستان_او_دایران_تجارت_زیاتیږی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د سوداګرۍ او د صنایعو د کوټو د فیډراسیون نائب رئیس شوکت مسعود نن په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې ډاډ ورکړ د ایران او دپاکستان تجارتی راکړې ورکړې پینځو(۵) میلیارډو ډالرو ته ورسیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2017 09:30 Asia/Kabul
  • ایران کولای شي دپاکستان د ځینو محصولاتو د صادرولولپاره یو() مهم بازار ووسي .
    ایران کولای شي دپاکستان د ځینو محصولاتو د صادرولولپاره یو() مهم بازار ووسي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د سوداګرۍ او د صنایعو د کوټو د فیډراسیون نائب رئیس شوکت مسعود نن په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې ډاډ ورکړ د ایران او دپاکستان تجارتی راکړې ورکړې پینځو(۵) میلیارډو ډالرو ته ورسیږی .

هغه وویل د پاکستان او د ایران ترمینځ تجارتی اړیکې دیوه(۱) بل د بشپړونکو دوو(۲) اقتصادونو په توګه ددواړو هیوادونه وسونو، قابلیتونو او ظرفیتونو ته په پام سره د پراختیا په حال کښې دی .

هغه وویل ایران کولای شی دپاکستان د ځینو محصولاتو د صادرولولپاره یو(1) مهم بازار ووسی او په دې سربیره پاکستان هم له ایران څخه د ډیرو صادراتی محصولاتو واردولوته ضرورت لری .

د پاکستان او دایران د مرکزی بانکونو ترمینځ د بانکی ملګرتیاو دموافقې لاسلیک کیدا ددواړو هیوادونو دبانکی ملګرتیاو د پیلیدا لپاره لاره هواره کړی ده