د پاکستان په ختیځ کښې څلور طالب ځواکونه ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53714-د_پاکستان_په_ختیځ_کښې_څلور_طالب_ځواکونه_ووژل_شول
د پاکستان خبری سرچینو د دغه هېواد په ختیځ کښې د څلور طالب عناصرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2017 14:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ختیځ کښې څلور طالب ځواکونه ووژل شول

د پاکستان خبری سرچینو د دغه هېواد په ختیځ کښې د څلور طالب عناصرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

له اسلام آباده د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د پنجاب صوبې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ادارې نن وویل: د دغې صوبې په لاهور ښار کښې د بم له چاودنې وروسته چې پکې یو تن مړ او له دېرشو زیات ژوبل شول د دغه هېواد امنیتی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کښې په دغه ښار کښې څلور طالب عناصر ووژل.

د تېرې جولائۍ په میاشت کښې هم د پاکستان په لاهور کښې د طالب ډلې لخوا په یوه ترهه ګره چاودنه کښې د یو شمېر پولیسو په  شمول پینځویشت تنه ووژل شول.