افغانستان او پاکستان دې یوبل نه خرابوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53780-افغانستان_او_پاکستان_دې_یوبل_نه_خرابوي
کابل او اسلام آباد له لویدیځ سره اړیکه لري خو دا اړیکه داسې نه ده پکار چې خپل هیواد تباهۍ ته ټیل وهي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2017 13:29 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان دې یوبل نه خرابوي

کابل او اسلام آباد له لویدیځ سره اړیکه لري خو دا اړیکه داسې نه ده پکار چې خپل هیواد تباهۍ ته ټیل وهي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کښې د ملي عوامي ګوند لوړرتبه غړي وویل: اسلام آباد او کابل دې د نورو د ګټو لپاره یوبل نه خرابوي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې افتخار حسین زیاته کړه: په تیرو څو کالو کښې د اسلام آباد ا وکابل ترمینځ د اړیکو د ښه کیدو هیڅ نښه نه ده لیدله شوې او ترڅو چې پاکستان له افغانستان سره ورورولیزې اړیکې ټینګې نه کړي، په دغه هیواد کښې به د امنیت تامینیدل ډیر ګران وي.

هغه زیاته کړه چې لویدیځوال په افغانستان او پاکستان کښې خپل سری عمل کوي او د خپلو شخصي ګټو په لړ کښې پر دغو هیوادونو یولړ سیاستونه ورتپي.

افتخار حسین څرګنده کړه: د افغانستان او پاکستان اړیکې د لویدیځوالو د سیالۍ تراغیزې لاندې دي او په همدې وجه د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکو کښې هیڅ سمون نه دی راغلی.

هغه وویل، کابل او اسلام آباد له لویدیځ سره اړیکه لري خو دا اړیکه داسې نه ده پکار چې خپل هیواد تباهۍ ته ټیل وهي.