د پاکستان آزادي ټرین له اسلام آباده روان شو
Aug 12, 2017 11:00 Asia/Kabul
د پاکستان د خپلواکۍ د اویایمې کلیزې په رارسیدو سره د آزادۍ اورګاډی نن د اسلام آباد له سټیشنه روان شو.
د ایرنا د خبر له مخې آزادي نومې اورګاډی به په خپل دوه اونیز سفر کښې د پاکستان ټولو صوبو او سترو ښارونو ته لاړ شي او په مختلفو سټیشنونو کښې به ایساریږي څو د پاکستان د مختلفو سیمو خلک د دغه موبایل نندارتون د کتنې فرصت ولري.
د پاکستان خلک راتلونکې دوشنبه یعنې د آګست په څوارلسمه نیټه د خپل هیواد د خپلواکۍ اویایمې کلیزه لمانځي او په دغه ورځ په ټول هیواد کښې رخصتي وي.
آزادي ټرین له اسلام آباده وړومبی روالپنډۍ او ورپسې پيښور ته ځي. دغه اورګاډی به په مجموعي توګه کابو څلور زره کیلومیټره لاره ووهي.
ټیګونه