له ترهګرۍ سره به مبارزه جاري ساتو
په کویټه کښې بیګا په شوې ترهګره چاودنه کښې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۵ زخمي شوي دي او داعش ترهګرې ډلې یې پړه منلې ده.
د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان له ترهګرۍ سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ.
رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې د پاکستان د ځمکني پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا نن د دغه هیواد د بلوچستان صوبې د مرکز کویټې ښار د ترهګرې چاودنې د قربانیانو د جنازې په مراسمو کښې ټینګار وکړ چې د پاکستان پوځ د ټولو ترهګرو او تکفیري ډلو او د هغوي د مرکزونو تر ختمولو پورې ورسره جنګیږي.
د کویټې د بیګانۍ ترهګرې چاودنې د قربانیانو په جنازه کښې ګډونوالو د ترهګرو ډلو له جنایتونو د کرکې په اعلانولو او د مړه دې وي امریکا، مړ دې وي اسرائیل سره شعارونو په ورکولو سره د پاکستان له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د دغه جنایت عاملان وپيژني او سزا ورکړي.
په کویټه کښې بیګا په شوې ترهګره چاودنه کښې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۵ زخمي شوي دي او داعش ترهګرې ډلې یې پړه منلې ده.