پاکستان په جنوب کښې دوه طالب عناصر ووژل شول
Aug 16, 2017 07:48 Asia/Kabul
د پاکستان د سېند صوبې په مرکز کښې د طالب ډلې د عناصرو او د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو ترمېنځ نښته کښې دوه طالب عناصر ووژل شول.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د ترهه ګۍ په خلاف ادارې وویل، په دغه نښته کښې چې پرون په کراچۍ ښار کښې د امنیتی ځواکونو او طالب عناصرو ترمېځ رامنځته شوه د دغې ترهه ګرې ډلې یوشمېر نور غړی هم ژوبل شول او یو تن یې په تېښته کښې بریالے شو.
دغو طالب عناصرو د سېند صوبې په مرکز کښې د عامه خلقو او امنیتی ځواکونو په وژله کښې لاس لرۀ. د امنیتی ځواکونو په دغو عملیاتو کښې له ترهه ګرو څخه یوه اندازه چاودېدونکی توکی او نور سازوسامانونه هم کشف او ضبط کړې شول.
کراچۍ چې د پاکستان یو ناامنه ښار دے پکې د جماعت الاحرار، سپاه صحابه او لشکر جهنګوی ترهه ګر هم فعالیتونه کوی.
ټیګونه