دپاکستان حکومت دې د زیارتوالو مشکلات سملاسی حل کړی
له پنځلسو ورځو وروسته پرون شپې له تفتان پولې دکابو څلویښتو بسونو باندې مشتمله دزیارتوالو یو کاروان کویټه ته تللی دی .په وروستیو کلونو کې دایران له پولې تفتان او دبلوچستان صوبې دکویټه ښار په لارو کې په پاکستانیو زیارتوالو دتکفیری اوافراطی ترهه ګرو ډلو په حملو کې په سلګونو زیارتوال شهیدان اوټپیان شوی دی .
دسحر اردو خبری چینل راپورورکړ دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ یوه مشر او دبلوچستان صوبې دکویټه دجمعې لمانځه امام علامه سید هاشم موسوی په یولړ څرګندونو کې ووئیل داسلام اباد حکومت باید د دغه هیواد د هغو زیارتوالو امنیت اونور مشکلات فوری حل کړی ،چې په ایران اوعراق کې زیارتونو ته په قانونی توګه تګ راتګ کوی .
علامه موسوی زیاته کړې ، هرکال ایران اوعراق ته دزیارتونو لپاره دپاکستان په لسګونو زره زیارتوال چې ښځې او ماشومان هم پکې وی ، سفرونه کوی او زیارتوال له کویټې تر تفتان پولې پورې په لارې کې تل دترهه ګرو له حملو سره مخامخ کیږی .
داپه داسې حال کې دی چې له پنځلسو ورځو وروسته پرون شپې له تفتان پولې دکابو څلویښتو بسونو باندې مشتمله دزیارتوالو یو کاروان کویټه ته تللی دی .په وروستیو کلونو کې دایران له پولې تفتان او دبلوچستان صوبې دکویټه ښار په لارو کې په پاکستانیو زیارتوالو دتکفیری اوافراطی ترهه ګرو ډلو په حملو کې په سلګونو زیارتوال شهیدان اوټپیان شوی دی .