په پنډۍ کې د ایران په کلتوري خونه کې قرآني محفل
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري خونې له قران سره د مینې مذهبي کلتوري محفل جوړ کړ.
د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري خونې داسلامي مذهبونو ترمنیځ د یووالي د پیاوړتیا او تاکید په هدف سره د سولې مهربانۍ او د اسلامي نړۍ تر منیځ د وحدت بخښونکي کتاب په توګه له قران سره د مینې مذهبي کلتوري محفل جوړ کړ.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د راولپنډۍ د کلتوري خونې چلوونکي علي آقا نوري نن په دغه محفل کې د تکړه استادانو او قاریانو په شتون د مننې په ترڅ کې وویل قران کریم د اسلامي وحدت چورلیز دی او ټولو مومنان او مسلمانان وحدت او یووالي ته بلي.
علی آقا نوري زیاته کړه : په داسې حالاتو کې چې د اسلام دښمنان په اسلامي ټولنو کې په تفرقې او دښمنۍ پسې دي د مسلمانانو تر مینځ د لا ورورولۍ اووحدت لامل ګرځیدلی شي.