د ایران او پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54382-د_ایران_او_پاکستان_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار
 د پاکستان د اطلاع رسولو او ملي میراث وزیرې  په دې بیان سره چې اسلام اباد  له تهران سره هر اړخیزو اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي  له ایران د فرهنګي ملګرتیاوو د زیاتیدو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 18, 2017 15:32 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان د اړیکو په پراختیا ټینګار

 د پاکستان د اطلاع رسولو او ملي میراث وزیرې  په دې بیان سره چې اسلام اباد  له تهران سره هر اړخیزو اړیکو ته ډیر اهمیت ورکوي  له ایران د فرهنګي ملګرتیاوو د زیاتیدو غوښتنه وکړه .

 

زمونږ دخبریال د راپور له مخې مریم  اورنګزیب   په اسلام اباد کې د ایران له سفیر مهدی هنر دوست سره په کتنه کې  په دې بیان سره چې د ګډو فرهنګي ، ملي تاریخي  او دیني اړیکو شتون د دواړو هیوادونو د اړیکو له لا ژورتیا سره مرسته کولی شي وویل: پاکستان د دواړو هیوادونو تر مینځ د فرهنګي اړیکو د زیاتولو لپاره د ایران د دولت له خوا د هر ډول وړاندیز او نوښت هرکلی کوي.

اورنګزیب زیاته کړه : پاکستان د فلم  د صنعت  د هڅولو ،  او د فلم او ټی وي په زمینو کې د هنرمنانو د  نوښت د  دودولو  لپاره د فلم او ټیلی ویژني پروګرام د کمیسیون د جوړلو هوډ لري  او د دغه کمیسیون د لا فعالولو لپاره  د ایران ملګرتیا او د دې هیواد له تجربو استفادې ته خاص نظر لري.

 مهدی هنر دوست هم په دغه کتنه کې وویل: ایران  له پاکستان سره د ټولو منجمله کلتوري اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی  او   د دغو اړیکو پراختیا د  دواړو هیوادونو  دخلکو لپاره ګټه وره ګڼي.

 د ایران سفیر د پاکستان د اطلاع رسولو وزیرې ته  په اسلام اباد کې د فارسۍ ژبې د تحقیقاتو د مرکز د کتنې بلنه ورکړه  چې مقابل لوري یې هرکلی وکړ.