دافغانستان دسولې اوامنیت لپاره دپاکستان پوځ هرډول ملګرتیا ته تیار دی
جنرال باجوه سره په دغې کتنې کې دنورو استخباراتی اورګانونو جنرالان هم ملګری وو . له دغې کتنې وروسته دباکستان د پوځ د مطبوعاتی ادارې آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس جنرال باجوه په پاک افغان پولې کې دامنیتی تدبیرونو دلاښه کولو لپاره له امریکائی اوناټو ځواک او افغان لوری سره دهرډول ملګرتیا لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .
زمونږ خبریال دډان نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرا قمر جاوید باجوه بیګا په پنډۍ کې د امریکا دپوځ له لوی درسیتز جنرال جوزف ووټیل سره په کتنې کې چې دیوه لوړروتبه امریکائی پوځی پلاوی په مشرۍ پاکستان ته په سفر تللی ، کتنه او د دوواړخیزو اړیکو او د افغانستان دوروستیو بدلونونو په باب دنظر تبادله وکړه .
راپور ښئ جنرال باجوه سره په دغې کتنې کې دنورو استخباراتی اورګانونو جنرالان هم ملګری وو . له دغې کتنې وروسته دباکستان د پوځ د مطبوعاتی ادارې آئی ایس پی آر د اعلامیې په اساس جنرال باجوه په پاک افغان پولې کې دامنیتی تدبیرونو دلاښه کولو لپاره له امریکائی اوناټو ځواک او افغان لوری سره دهرډول ملګرتیا لپاره چمتووالی اعلان کړی دی .
دغه لیده کاته په داسې حال کې شوی چې په همدې ورځې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره امریکائی پوځی چارواکو او سلاکارانو دافغانستان د جنګ دپلان په باب په کیمپ ډیویډ ریزورټ کې لیده کاته وکړل . البته وروستی راپورونه ددې ښودنه کوی چې دافغانستان دجنګ په باب د ډونالډ ټرمپ دحکومت له خواد پلان اعلانیدا یو ځل بیا ځنډیدلې ده .حال داچې دامریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس بل پرون وئیلی وو چې د دغه پلان اعلانیدا په وروستیو مرحلو کې ده.
په عین حال کې په امریکا کې دا باؤر په زیاتیدو دی چې په پاکستان کې موجود حقانی چینل او نوره ترهه ګرې ډلې مرکزونه لری او دطالبانو د روزونکو کیمپونو اومرکزونو دله مینځه وړلو لپاره په دغه هیواد کې جدی ګامونه نه پورته کیږی ، خو د پاکستان دپوځ ستر قوماندان جنرل باجوه په کرتو وئیلی دی دپاکستان پوځ پخپلې خاورې کې د درستو ترهه ګرو په ضد له کوم توپیر پرته پاکونکی عملیات کړی دی او دغه عملیات هماغه راز دوام لری . هغه په پرونۍ کتنې کې هم یو ځل بیا روښانه کړې ، پاکستان له امریکا هیله لری ، دترهه ګرۍ په ضد په جنګ کې دې دپاکستان قربانیو ته داحترام په سترګه وګوری او په ورین تندی دې په د غو قربانیانو اعتراف وکړی .