دنوازشریف په کورنۍ کښې اختلاف رامینځته شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54484-دنوازشریف_په_کورنۍ_کښې_اختلاف_رامینځته_شوی
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې ددرغلۍ او غلا په تور له کاره لیری کړی شوی دی په کورنۍ کښې اختلاف رامینځته شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2017 02:08 Asia/Kabul
  • حمزه شهباز شریف د خپل تره نوازشریف په فیصلې په ظاهره کوم اعتراض ونکړ  .
    حمزه شهباز شریف د خپل تره نوازشریف په فیصلې په ظاهره کوم اعتراض ونکړ .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې ددرغلۍ او غلا په تور له کاره لیری کړی شوی دی په کورنۍ کښې اختلاف رامینځته شوی دی .

دپاکستان دپخوانی لومړی وزیر نواشریف په کورنۍ کښې دغه اختلاف هغه وخت نور هم پراخ شو کله چې هغه  د ملی پارلمان د یوسل شلمې(۱۲۰) حوزې د  ضمنی انتخاباتو دکمپاین دمسول په توګه دخپل وراره  حمزه شهباز شریف په ټاکلو سټرګې پټې کړې او دهغه پرځاې یې دخپل ګوند یو(۱) مشر او د اقتصاد وزیر پرویز ملک وټاکه .

د پاکستان دپخوانی لومړی وزیر نوازشریف دغه فیصلې د هغه وراره حمزه  شهباز شریف چې د پنجاب صوبې داعلی وزیر شهباز شریف  زوی دی غصه کړ او احتمال شته چې حمزه شهباز شریف له هیواد څخه بهر لاړ شی او د انتخاباتو تر ختمیدا پورې هلته پاتې شی .

ویل کیږی چې نواشریف  د اقتصاد وزیر پرویز  ملک مجبوره کړ چې دلاهور دانتخاباتو د یوسل شلمې (۱۲۰)حوزې  دکمپاین مسوولیت پرغاړه واخلی اودا په داسې حال کښې ده چې حمزه شهباز شریف هم ددغه کار د ترسره کولو لپاره مناسب کس وو کوم چې دځایی حکومتونو د انتخاباتو په وخت ډیر کمپاینونه ترسره کړی وو .

حمزه شهباز شریف د خپل تره نوازشریف په فیصلې په ظاهره کوم اعتراض ونکړ  خو په ده   د نوازشریف د سترګو پټولو په خاطر غصه او خپه شوی دی .

خو د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې یوه ویندوی د  نوازشریف دکورنۍ ترمینځ د اختلافاتو درامینځته کیدا په اړه د راپورونو په ردولو سره وویل ددغه کورنۍ ترمینځ داختلاف رامینځته کیدل به دمخالفانو یوه (۱)ارزو وی خو دهغوې دغه ارزو به هیڅ کله پوره نشی .