د پاکستان ۷ پولیس ځواکونه د سړی تښتونکو له منګولو آزاد شول
Aug 21, 2017 07:13 Asia/Kabul
د پاکستان د پولیسو ۷ ځواکونه، د امنیتی قواؤو د نن سهار په عملیاتو کی، د سړی تښتونکو له بند څخه آزاد شول.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د دغو ۷ پولیسو په آزادولو کی د پاکستان د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په اړه، لا زیات جزئیات خپاره شوی نه دی.
د پاکستان د امنیتی ځواکونو دغه شمیر کسان پرون د دغه هیواد د پنجاب صوبې په«راجن پور» سیمه کی، د نا پیژاندو وسله والو کسانو په وسیله وتښتول شول.
د پاکستان پنجاب صوبه؛ د جماعت الاحرار، سپاه صحابه او لښکر جهنګوی په شان، د ترهه ګرو ډلو مرکز دئ؛ چی تر اوسه یی د سل ګونو خلګو په عام قتل کی لاس لرلئ دئ.