دخیبر فور نومې پاکونکی عملیات بشپړ شوی دی
دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو آئی ایس پی آر ویندوی میجر جنرال آصف غفور نن په پنډۍ کې دپوځ په لوئې درستیزوالۍ کې په خبری غونډې کې ووظیل دخیبر فورپه نامه پاکونکی عملیات بشپړ شوی دی او په دغو عملیاتو کې د ترهه ګرو له سپیرۀ وجوده کابو دوه نیم سوه مربع کلومیټره خاوره پاکه کړائ شوی ده .
زمونږخبریال دجنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپور راکړهغه دغه راز ووئیل په راجګال او شوال وادۍ کې دعملیاتو موخې ترلاسه شوی دی او په دغو عملیاتو کې کابو یو سل دوه پنځوس ماینونه هم شنډ کړائ شوی او په دغو سیمو کې دامنیتی تابیاؤ په خاطر یو نوی پستې جوړې شوی دی . په پنجاب صوبې کې هم دپلټنو یو زر اوه سوه اته ویشت عملیات شوی دی او دغه راز په پولو کې ئې هم خپل پلانونه کابو تر پنځه نوی فی صدو پورې بشپړ کړی دی .
جنرال آصف غفور وئیلی د خیبر فور نومې پاکونکی عملیات د جولائی په پنځلسمه پیل شوی وو چې ډیر پیچلی عملیات ؤ او د دغو عملیاتو په دوام کې دوه ماموران شهیدان او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی . په خیبرقبایلی سیمې کې پاکونکی عملیات په ځینو سیمو کې هماغه راز روان دی البته زیاتره برخه ئې بشپړ شوی ده تر دې دوه دوه سوه درې پنځوس مربع کلومیټر سیمه پاکه کړائ شوی ده او په دغو عملیاتو کې دوه پنځوس ترهه ګرهلاک شوی ،په لسګونو ټپیان او دغه راز یو شمیر نیول شوی او څلورو وسله والو ترهه ګرو ځانونه تسلیم کړی دی . دپآکستان دپوځ ویندوی دغه راز ووئیل دفاټا قبایلی سیمې ځوانانو نامې ثبت کیږی او په دغو سیمو کې زیاتره کیډیټس پوځی روزنې وینی . په فاټا کې یو سل اوه څلویښت ښونځی . اولس روغتیائی مرکزونه او اوه ویشت جوماتونه جوړ کړائ شوی دی او دغه راز په دغو سیمو کې د پوځ په سرپرستۍ کې نور آبادونکی کارونه او پروژې هم روانې دی .