پزشکیان: ایران د اسلام اباد د تفاهم ګټونکی دی
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i177320-پزشکیان_ایران_د_اسلام_اباد_د_تفاهم_ګټونکی_دی
پارس ټوډې- د ایران ولسمشر په دې ټینګار سره چې ټول کورني او نړیوال کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد په تفاهم کې ایران رښتینی ګټونکی دی، وویل: هغه تفاهم او توافق چې د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کې ترلاسه شو، یوه لویه او استثنایي لاسته راوړنه وه.
(last modified 2026-08-29T07:12:33+00:00 )
Aug 29, 2026 11:41 Asia/Kabul
  •     پزشکیان: ایران د اسلام اباد د تفاهم ګټونکی دی

پارس ټوډې- د ایران ولسمشر په دې ټینګار سره چې ټول کورني او نړیوال کارپوهان په دې باور دي چې د اسلام اباد په تفاهم کې ایران رښتینی ګټونکی دی، وویل: هغه تفاهم او توافق چې د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کې ترلاسه شو، یوه لویه او استثنایي لاسته راوړنه وه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، مسعود پزشکیان» څرګنده کړه: که نن دې ځای ته رسېدلي یو، دا زموږ د یووالي او پیوستون له امله ده؛ که دا یووالی او پیوستون نه وی، دښمن به خپلو ناوړه موخو ته رسېدلی و. باید کورنی یووالی او پیوستون وستایو او هڅه وکړو چې دا یووالی وساتو.

هغه د اسلام اباد تفاهم لیک ته په اشارې سره وویل: هغه تفاهم او توافق چې د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کې ترلاسه شو، یوه لویه او استثنایي لاسته راوړنه وه.

پزشکیان وویل: د ټولیز عقل پر بنسټ دې تفاهم ته ورسېدو؛ د ټولو کورنیو او بهرنیو کارپوهانو سیاسي نظر هم څرګندوي چې ایران د اسلام اباد د تفاهم لیک ګټونکی دی.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: باید ډیپلوماسي پیاوړې کړو او د ګران مشر او زموږ د شهید مشر د لارښوونې پر بنسټ له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو. د ایران ډېری ګاونډیان اسلامي هېوادونه دي چې باید ورسره په یوې ګډې ژبې ورسېږو او د سیمې امنیت په ګډه تضمین کړو؛ دې موخې ته رسېدل خبرو اترو او تعامل ته اړتیا لري.

د ایران ولسمشر وویل: باید لاس په لاس ورکړو ترڅو سیمه ارامه کړو او اسرائیلو ته اجازه ورنکړو چې په دې اسانۍ سره په اسلامي هېوادونو تیری وکړي؛ دا یوازې د یووالي په سیوري کې ممکنه ده.