دپاکستان په کراچۍ کښې باران ۵ کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54626-دپاکستان_په_کراچۍ_کښې_باران_۵_کسان_وژلی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د سخت باران له کبله ددریو(۳) میرمنو په شمول پینځه(۵) کسان وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2017 00:52 Asia/Kabul
  • دکراچۍ په ځینو سیمو کښې دکورونوچتونه وران شوي او په ځینو نورو سیمو کښې ونې هم له بیخه ویجاړې شوي دي .
    دکراچۍ په ځینو سیمو کښې دکورونوچتونه وران شوي او په ځینو نورو سیمو کښې ونې هم له بیخه ویجاړې شوي دي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د سخت باران له کبله ددریو(۳) میرمنو په شمول پینځه(۵) کسان وژل شوی دی .

دکراچۍ په ګارډن سیمه کښې په چاندنی چوک کښې په اوبو کښې دبریښنا دتار دغورځیدا په پیښه کښې دوه(۲) کسان ووژل شول او ایمبولینسونه  په اوبو کښې د بریښنا دکرنټ په وجه د مړیو په رایستلو کښې پاتې راغلی دی .

دکراچۍ په مختلفو سیمو کښې دسخت باران له کبله په واټونو کښې اوبه جمع شوی  او دغه راز ټرافیک هم رامینځته شوی اوخلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوی دی .

دکراچۍ په ځینو سیمو کښې دکورونوچتونه وران شوی او په ځینو نورو سیمو کښې ونې هم له بیخه ویجاړې شوی دی