دنوازشریف ورور شهباز شریف د ګوند مشر کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i54632-دنوازشریف_ورور_شهباز_شریف_د_ګوند_مشر_کیږی
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې د مالی درغلۍ او غلا په تور څنګ ته کړی شوی دی دسپتمبر دمیاشتې په اومه (۷)نیټه خپل ورور شهباز شریف د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشر ټاکی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2017 01:32 Asia/Kabul
  • شهباز شریف هم ډیر لیواله دی چې دپاکستان راتلونکی لومړی وزیر شي .
    شهباز شریف هم ډیر لیواله دی چې دپاکستان راتلونکی لومړی وزیر شي .

زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې د مالی درغلۍ او غلا په تور څنګ ته کړی شوی دی دسپتمبر دمیاشتې په اومه (۷)نیټه خپل ورور شهباز شریف د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې مشر ټاکی .

دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف پرون په لاهور کښې په ماډل ټاون سیمه کښې له خپل ورور شهباز شریف سره کتنه اوخبرې وکړې .

دپاکستان دواکمن مسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې چارواکو وویل چې نوازشریف له خپل ورور شهباز شریف سره په کتنې کښې ددغه ګوند دمشر د ټاکلو په اړه هغه په اعتماد کښې واخیست .

نوازشریف به د سپتمبر دمیاشتې په اومه(۷) نیټه د مسلم لیګ ګوند دنوازشریف څانګې دمشر په توګه  دخپل ورور ټاکل  اعلان وکړی .

 داګست دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه دنوی مشر د ټاکلو لپاره د پاکستان دانتخاباتو دکمیسیون لخوا له حکم وروسته دمسلم لیګ ګوند نوازشریف څانګې سیناتور سردار یعقوب ددغه ګوند دموقته مشر په توګه ټاکلی وو .

دپاکستان دمسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې مشرانو په تیرو څو ورځو کښې وړاندیز کړی دی چې شهباز شریف دې دګوند مشر جوړ شی .

او شهباز شریف هم ډیر لیواله دی چې دپاکستان راتلونکی لومړی وزیر شی .