د پاکستان نفوس تقریباً ۲۰۸ میلیونو ته ورسیدل
Aug 26, 2017 03:19 Asia/Kabul
د تازه سرشمیرنې له مخې د پاکستان نفوس یا آبادي ۲۰۸ میلیون یعنی څه کم ۲۱ کروړو ته ورسیده.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان د احصائیو ادارې په ۷۰ ورځنیو عملیاتو کښې پس له نولسو کالو د دغه هیواد نفوس وشمارل.
د دغو عملیاتو ابتدايي پایلې ښودنه کوي چې د پاکستان ټول نفوس یا آبادي ۲۰۷ میلیونه او ۷۷۴ تنه ده چې له ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۱۷ کاله پورې یې اوسط کلیزه وده ۲.۴ فیصده پاتې شوې ده.
په کال ۱۹۹۸ میلادي کښې د پاکستان په وروستۍ سرشمیرنه کښې د دغه هیواد نفوس څه باندې ۱۳۰ میلیون (دیارلس کروړه) اعلان شوي وو.
دغه احصائیې ښودنه کوي چې ۱۱۰ میلیونه کسان چې د پاکستان د ټولو نفوسو له نیمايي زیاتیږي، په پنجاب صوبه کښې اوسیږي.
ټیګونه