د راتلونکو انتخاباتو ګټونکې به پاکستان پیپلز پارتي وي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55028-د_راتلونکو_انتخاباتو_ګټونکې_به_پاکستان_پیپلز_پارتي_وي
د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر خپل ګوند د ۲۰۱۸ کال د پارلیماني انتخاباتو جوت ګټونکی وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2017 14:54 Asia/Kabul
  • د راتلونکو انتخاباتو ګټونکې به پاکستان پیپلز پارتي وي

د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر خپل ګوند د ۲۰۱۸ کال د پارلیماني انتخاباتو جوت ګټونکی وباله.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې بلاول بوټو زرداري د ۲۰۱۸ کال د حساسو او برخلیک ټاکونکو انتخاباتو په رانزدې کیدو سره هڅه کوي چې د راتلونکي کال ولسمشریزې ټاکنې به ګټي.

بلاول بوټو زرداري به په راتلونکو انتخاباتو کښې د مسلم لیګ نواز څانګې له کاندید او د پنجاب صوبې د اوسني وزیراعلی شهباز شریف او د پاکستان تحریک انصاف له مشر عمران خان سره سخته سیالي ولري.

بلاول بوټو زرداري په جهنګ ښار کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې وویل: پيپلز ګوند یوازې په سند صوبې پورې محدود نه دی بلکې مونږ په ټول پاکستان کښې ګڼ پلویان لرو.