په پاکستان کښې زلزله راغلې
Aug 27, 2017 15:28 Asia/Kabul
د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ښار او خواوشا سیمې زلزلې ولړزولې.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن مازیګر د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد، راولپنډۍ، ایوبیه، واه کینټ او هري پور سیمو کښې زلزله راغله.
د پاکستان د زلزلې نګارۍ مرکز وویل چې دا زلزله نن مازیګر ۲۵ منټه دپاسه په ۵ بجې راغله چې مرکز یې د ځمکې په ۱۷ کیلومیټره ژورتیا کښې و.
د زلزلې په وخت خلک په ویره له خپلو کورونو راووتل.
د دې زلزلې مرکز د پاکستان شمال لویدیځ کښې مینګوره سیمه اعلان شوی دی.
تراوسه د یادې زلزلې د احتمالي تلفاتو او تاوان او همداشان د هغې د شدت په هکله کوم رپورټ نه دی خپور شوی.
ټیګونه