پاکستان ته د امریکا د ځانګړې استازې سفر وځنډیده
Aug 28, 2017 01:19 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې ایلیس ویلز سفر د پاکستان د حکومت په غوښتنه ځنډول شوی دی.
ټاکل شوې وه چې اغلې ویلز د اګست له ۲۸/ دوشنبې څخه د پاکستان سفر پیل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام اباد ته د اغلې ویلز د سفر بله نېټه به د دواړو خواوو په مشوره وټاکل شي.
پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او د افغان طالبانو د ملاتړ په خاطر د امریکايي چارواکو له پر له پسې فشارونو سره مخامخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي و چې ایلیس ویلز به د اسلام اباد ترڅګ د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې، او د سریلانکا پلازمېنې کولمبو ته سفر وکړي.
ټیګونه