د پاکستان خلکو د امریکا په خلاف مظاهرې وکړې
د پاکستان په زرګونو خلکو دامریکا په خلاف د خپلو مظاهرو په دوام کې د اسلام اباد او سیمې په وړاندې د واشنګټن مداخله کوونکي سیاستونه وغندل.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې دکراچۍ په زرګونو خلکو پرون مازیګر په دغه ښار کې د امریکا د کونسلیټ مخې ته مظاهرې وکړې. پاکستانیو لاریونکوونکو په داسې حال کې چې د پاکستان په باب د امریکا د وروستۍ استراتژۍ په غندنه کې یې پلی کارډونه راخستې وو د مړه دې وي امریکا ، مړه دې وي اسراییل او د ټرامپ په خلاف شعارونه ورکړل.
دغه امریکایی ضد مظاهرې د پاکستان د ځانګړو پولیسو دمداخلې په وجه په تاوتریخوالي بدل شول .
د پاکستان ټیلي ویژني چینلونو د مظاهرو په نیغ په نیغه خپرولو سره د پولیس د مداخلې او د خلکو په خلاف له ډنډو او ګازونو او د هوایی ډزو استعمال نندارې ته وړاندې کړ.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې هم یو شمیر خلکو پرون د امریکا د سیاست په غندنه کې مظاهرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپله وروستۍ ستراتژۍ کې پاکستان د ترهه ګرۍ ملاتړی بللی او ګواښ یې کړی چې که اسلام اباد په خپله خاوره کې د ترهه ګرو اډې ختمې نه کړي نو له دغه هیواد سره به مالي مرستې غوسې کړي.