د پاکستان خلکو د امریکا په خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55048-د_پاکستان_خلکو_د_امریکا_په_خلاف_مظاهرې_وکړې
د پاکستان په زرګونو خلکو دامریکا په خلاف د خپلو مظاهرو په دوام کې د اسلام اباد او سیمې په وړاندې د واشنګټن مداخله کوونکي سیاستونه  وغندل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 01:26 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو د امریکا په خلاف مظاهرې وکړې

د پاکستان په زرګونو خلکو دامریکا په خلاف د خپلو مظاهرو په دوام کې د اسلام اباد او سیمې په وړاندې د واشنګټن مداخله کوونکي سیاستونه  وغندل.

 

د  ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې دکراچۍ  په زرګونو خلکو  پرون مازیګر په دغه ښار کې د امریکا د کونسلیټ مخې ته مظاهرې وکړې. پاکستانیو لاریونکوونکو  په داسې حال کې چې د پاکستان په باب د امریکا د وروستۍ استراتژۍ په غندنه کې یې پلی کارډونه  راخستې وو  د مړه دې وي امریکا ، مړه دې وي اسراییل او د ټرامپ په خلاف شعارونه ورکړل. 

دغه امریکایی ضد مظاهرې د پاکستان د ځانګړو پولیسو دمداخلې په وجه په تاوتریخوالي بدل شول .

د پاکستان ټیلي ویژني چینلونو د مظاهرو په نیغ په نیغه خپرولو سره د پولیس د مداخلې او د خلکو په خلاف له ډنډو او ګازونو  او د هوایی ډزو  استعمال نندارې ته وړاندې کړ.

 د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې هم  یو شمیر خلکو پرون د امریکا د سیاست په غندنه کې مظاهرې وکړې.

 د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپله وروستۍ ستراتژۍ کې پاکستان د ترهه ګرۍ ملاتړی بللی او ګواښ یې کړی چې که اسلام اباد په خپله خاوره کې د ترهه ګرو اډې ختمې نه کړي  نو له دغه هیواد سره به مالي مرستې غوسې کړي.