دافغانستان جنګ باید پاکستان ته پراخ نشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55080-دافغانستان_جنګ_باید_پاکستان_ته_پراخ_نشی
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دافغانستان دپوځ له مشر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ اسلام اباد اجازه نه ورکوی دافغانستان جنګ دپاکستان داخل ته وغزیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2017 08:42 Asia/Kabul
  • دپاکستان پوځ له افغانستان سره خپلې سرحدي سیمې له ترهګرو پاکې کړي دي .
    دپاکستان پوځ له افغانستان سره خپلې سرحدي سیمې له ترهګرو پاکې کړي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دافغانستان دپوځ له مشر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ اسلام اباد اجازه نه ورکوی دافغانستان جنګ دپاکستان داخل ته وغزیږی .

جنرال قمر جاویدباجوا چې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ملګرتیاو د مکانییزم  په څلور اړخیزه پوځی کانفرنس کښې دګډون لپاره د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی دی پرون ددغه کانفرنس په څنګ کښې د افغانستان دپوځ له مشر شریف یافتعلی سره کتنه وکړه .

دغه څلور اړخیزه کانفرنس د چین ، پاکستان،  افغانستان او دتاجیکستان د پوځی چارواکو په ګډون سره وشو .

جنرال قمر جاوید باجوا په دغه کتنې کښې دافغانستان د پوځ مشر ته ډاډ ورکړ اسلام اباد به د هر هغه نوښت او وړاندیز چې دافغانستان له صلحې سره مرسته وکړی هرکلی وکړی .

هغه وویل دپاکستان پوځ له افغانستان سره خپلې سرحدی سیمې له ترهګرو پاکې کړی دی او دافغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو د نفوذ د مخنیوی په هدف سره یې له افغانستان سره په سرحدی سیمو کښې د دیوال دجوړولوکار پیل کړی دی .

پاکستان باوری دی امریکا په افغانستان کښې دپراخ پوځ شتون په دلیل که چیرې اراده وکړی نو په اسانۍ سره په افغانستان کښې ترهګرې ډلې له مینځه وړلی شی .

دپاکستان چارواکی په افغانستان کښې دامریکا پوځی شتون دناامنیو د زیاتیدا او پاکستان ته  ددغو ناکراریو د غزیدا عامل ګڼی .