پاکستانیانو ته د لوې اختر مبارکي وایو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55299-پاکستانیانو_ته_د_لوې_اختر_مبارکي_وایو
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د نیکمرغه لوې اختر په ورځ له ترهګرو بریدونو سره د مقابلې لپاره د هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 02, 2017 03:33 Asia/Kabul
  • پاکستانیانو ته د لوې اختر مبارکي وایو

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د نیکمرغه لوې اختر په ورځ له ترهګرو بریدونو سره د مقابلې لپاره د هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزرات پرون وویل چې د پوځ او پولیسو ځواکونه د پلازمینې اسلام آباد په شمول مختلفو ښارونو کښې بشپړ تیارسي دي.

د پاکستان داخله وزارت همداشان خبرداری ورکړ چې ترهګرو د لوې اختر په رخصتیو کښې د ترهګرو حملو پلان جوړ کړی دی.

د ویلو ده چې د اسلامي ایران په شمول زیاتره هیوادونو کښې پرون لوې اختر نمانځل شوی خو د پاکستان په شمول ځینو اسلامي هیوادونو کښې نن د لوې اختر وړومبۍ ورځ نمانځله کیږي نو په دې مناسبت مونږ د پاکستان ټولو مسلمانانو ته د لوې اختر مبارکي وایو.