د سند د صوبايي اسمبلۍ په استازي شوې حمله سخته غندله شوې
د ترهګرو په پروني برید کښې د پاکستان د سند صوبې د صوبايي اسمبلۍ نماینده خواجه اظهار الحسن بچ پاتې شو خو د یو پولیس او یو ماشوم په شمول دوه نور کسان پکښې ووژل شول.
د پاکستان موقت وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د دغه هیواد سیاسي او مذهبي ګوندونو د سند د صوبايي اسمبلۍ په استازي خواجه اظهار الحسن باندې د وسله والو کسانو حمله وغندله.
د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم وویل: ترهګر د سند د صوبايي اسمبلۍ په استازي باندې حمله کښې ناکام پاتې شول او دسیسه یې شنډه شوه.
د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو هم دا ترهګره حمله وغندله او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د خلکو، چارواکو او سیاسي او مذهبي شخصیتونو د امنیت د تامینولو لپاره هلې ځلې وکړي.
د ترهګرو په پروني برید کښې د پاکستان د سند صوبې د صوبايي اسمبلۍ نماینده خواجه اظهار الحسن بچ پاتې شو خو د یو پولیس او یو ماشوم په شمول دوه نور کسان پکښې ووژل شول.
د پولیسو په تعقیبونکو عملیاتو کښې یو بریدګر هم په ډزو ووژل شو. د دغې حملې پړه لا چا نه ده منلې.