د افغانستان امنیت د چین او پاکستان دواړو په ګټه دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55587-د_افغانستان_امنیت_د_چین_او_پاکستان_دواړو_په_ګټه_دی
د چین خارجه وزیر وویل چې هیواد یې د پاکستان د پرمختګ لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2017 11:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان امنیت د چین او پاکستان دواړو په ګټه دی

د چین خارجه وزیر وویل چې هیواد یې د پاکستان د پرمختګ لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی.

د پاکستان خارجه وزیر بیجنګ ته په سفر کښې له خپل چیني همرتبه وانګ یي سره وکتل او د نړۍ د مهمو او وروستیو بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، له ترهګرۍ سره مبارزه او نړیوال مسائل په تیره بیا د افغانستان کړکیچ له وانګ یي سره د پاکستان د خارجه وزیر خواجه محمد آصف د ننی کتنې د بحث وړ بحثونه وو.

له دغې کتنې وروسته د چین خارجه وزیر په بیجنګ کښې یوه خبري ناسته کښې وویل: په افغانستان کښې د امنیت تامینیدل او د سولې ټینګښت د چین او پاکستان دواړو په ګټه دی.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې چین د پاکستان د پرمختګ لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی.