د پاکستان حکومتي کابینې هم د روهینګیا مسلمانانو نسل وژنه وغندله
Sep 08, 2017 13:05 Asia/Kabul
د پاکستان حکومتي کابینې د یو پریکړه لیک په صادرولو سره د میانمار د حکومت لخوا د روهینګیا مسلمانانو نسل وژنه وغندله.
ایرنا لیکلي د پاکستان د حکومت کابینې په دغه پریکړه لیک کښې د سولې د نوبل انعام له ګټونکې او د میانمار له خارجه وزیرې او د حکومت له مرستیالې آنګ سن سوچي وغوښتل چې زرترزره د روهینګیا قوم د مسلمانانو خلاف د بریدونو د بندولو هڅه وکړي.
په دغه پریکړه لیک کښې همداشان له ملګرو ملتو غوښتنه شوې چې د روهینګیا مسلمانانو د وژلې او نسل ختمونې د بندولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
ټیګونه