اسلام آباد کښې د میانمار د سفارت امنیتي تابیاوې سختې کړی شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55597-اسلام_آباد_کښې_د_میانمار_د_سفارت_امنیتي_تابیاوې_سختې_کړی_شوې
په اسلام آباد کښې د میانمار په سفارت باندې د حملې په هکله د پاکستان د قهریدلو خلکو له ګواښ وروسته په دغه ښار کښې امنیتي ځواکونه تیارسي شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2017 13:08 Asia/Kabul
  • اسلام آباد کښې د میانمار د سفارت امنیتي تابیاوې سختې کړی شوې

په اسلام آباد کښې د میانمار په سفارت باندې د حملې په هکله د پاکستان د قهریدلو خلکو له ګواښ وروسته په دغه ښار کښې امنیتي ځواکونه تیارسي شول.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان خلکو نن په ټول هیواد کښې د جمعې له لمانځه وروسته د روهینګیا مسلمانانو په وژله کښې د میانمار د حکمومت او تندلارو بودائیانو په انساني ضد جنایتونو باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې.

په مظاهرو کښې ګډونوالو د میانماري پوځ له جنایتونو او د مسلمانانو له نسل وژنې د قهر په څرګندولو سره د روهینګیا مسلمانانو خلاف د دغه هیواد د حکومت د حملو د زرترزره بندیدو غوښتنه وکړه.

پرون هم د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د خپل هیواد له حکومته غوښتي وو چې په ۲۴ ساعتونو کښې د میانمار سفیر له هیواده وباسي.

سراج الحق ګواښ کړی و چې که حکومت داسې ونه کړي نو د پاکستان معترض او قهریدلي خلک به په اسلام آباد کښې د میانمار په سفارتخانې حمله وکړي.