د چین او پاکستان ګډه هوایي مانوره
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55607-د_چین_او_پاکستان_ګډه_هوایي_مانوره
د پاکستان او چین  هوایي ځواک  په چین کې ګډه هوایي تعلیمي مانوره پیل کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2017 15:26 Asia/Kabul
  • د چین او پاکستان ګډه هوایي مانوره

د پاکستان او چین  هوایي ځواک  په چین کې ګډه هوایي تعلیمي مانوره پیل کړه.

 

د شین هوا خبري اژانس د راپور له مخې  پدغه ګډه مانوره کې  له جی یوولس الوتکو، جی ایچ اوه  بم غورځوونکو الوتکو  . کی جي دوه سوه آواکس الوتکو او له ځمکې هوا ته ویشتونکي توغندویي سسټمه استفاده کیږي.

د چین د هوایي ځواک  ویندویي شن جینکه وویل چې د دغه هیواد سمندري ځواک به هم په دغه مانوره کې برخه واخلي.

د چین د هوایي ځواک ویندویي همداراز ټینګار وکړ چې پآکستان په دغه مانوره کې د ګډون لپاره تندی جی ایف اولس  او نورې جنګي الوتکي چین ته لیږلې دي.

 دغه مانوره  چې نن پیل شوې د ستمبر تر اوه ویشتمې به روانه وي.