د پاکستان د پنځم ایټمي بریښناکوټ پرانیسته وشوه
د پاکستان وزیراعظم د (چشمه-۴) په نامه د دغه هیواد د پنځم ایټمي بریښناکوټ پرانیسته وکړه.
شاهد خاقان عباسي پرون د خبریالانو په ټول کښې د دې خبر په اعلانولو سره وویل: د پاکستان حکومت دا بریښناکوټ په هیواد کښې د بریښنا د کمي د ختمولو په وجه د چین په ملګرتیا سره جوړ کړی دی.
د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد په ۲۵۰ کیلومیټره سویل لویدیځ کښې د چشمه-۴ په نامه ۳۴۰ میګاواټي ري ایکټر یو ډیر ماډرن او پرمختللی بریښنا کوټ دی چې د د غه هیواد د ایټمي انرجۍ د کمیشن او د چین د ملي ایټمي شرکت په ملګرتیا جوړ شوی دی.
پاکستان د خپل دوه سوه میلیوني نفوسو لپاره د بریښنا برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دی او د ګرمۍ په موسم کښې یوازې ۷ زره میګاواټه بریښنا تولیدولی شي دا په داسې حال کښې دي چې بریښنا ته د دغه هیواد اړتیا ۱۰ زره میګاواټه ده.