د پاکستان خارجه وزارت د میانمار سفیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55659-د_پاکستان_خارجه_وزارت_د_میانمار_سفیر_وروباله
د پاکستان خارجه وزارت  په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر په وربللو سره  په روهنګیا کې د مسلمانانو دوژلې او تاوتریخوالي په هکله د پاکستان د دولت او ولس اعتراض هغه ته ورساوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2017 15:54 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت د میانمار سفیر وروباله

د پاکستان خارجه وزارت  په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر په وربللو سره  په روهنګیا کې د مسلمانانو دوژلې او تاوتریخوالي په هکله د پاکستان د دولت او ولس اعتراض هغه ته ورساوه .

  د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې په اسلام اباد کې د وین مینت له وربلل کیدو وروسته د پاکستان د خارجه وزارت  مرستیالې تهمینه جنجوعه په میانمار کې دمسلمانانو  په خلاف د جنایت کوونو په سزا په ټینګار سره همداراز د روهنګیا د مسلمانانو لپاره په خپل وطن کې په امن سره او بې له ویرې د ژوند د تامین غوښتنه وکړه .   د میانمار سفیر د پاکستان دخارجه وزارت د اعتراض له اوریدلو وروسته  وعده وکړه چې د پاکستان د خلکو او دولت له اندیښنې به خپل حکومت خبر کړي.  تیره اونۍ هم پاکستان په یوې خپرې کړې بیانیې کې  په میانمار کې د  پوځ له خوا د  روهنګیا د مسلمانانو د وژلې په غندلو سره  د هغه د سملاسي تم کیدو غوښتنه کړې وه. په تیرو څو ورځو کې په پاکستان  کې دمیانمار په خلاف مظاهرې دومره سختې وې چې ځینو کسانو هڅه وکړه په اسلام اباد کې د میانمار سفارت وسوزوي.

 د پاکستان سیاسي مذهبي ګوندونو هم له خپل هیواده د میانمار د سفیر د ویستلو غوښتنه کړې ده.