د پاکستان خارجه وزارت د میانمار سفیر وروباله
د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر په وربللو سره په روهنګیا کې د مسلمانانو دوژلې او تاوتریخوالي په هکله د پاکستان د دولت او ولس اعتراض هغه ته ورساوه .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې په اسلام اباد کې د وین مینت له وربلل کیدو وروسته د پاکستان د خارجه وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه په میانمار کې دمسلمانانو په خلاف د جنایت کوونو په سزا په ټینګار سره همداراز د روهنګیا د مسلمانانو لپاره په خپل وطن کې په امن سره او بې له ویرې د ژوند د تامین غوښتنه وکړه . د میانمار سفیر د پاکستان دخارجه وزارت د اعتراض له اوریدلو وروسته وعده وکړه چې د پاکستان د خلکو او دولت له اندیښنې به خپل حکومت خبر کړي. تیره اونۍ هم پاکستان په یوې خپرې کړې بیانیې کې په میانمار کې د پوځ له خوا د روهنګیا د مسلمانانو د وژلې په غندلو سره د هغه د سملاسي تم کیدو غوښتنه کړې وه. په تیرو څو ورځو کې په پاکستان کې دمیانمار په خلاف مظاهرې دومره سختې وې چې ځینو کسانو هڅه وکړه په اسلام اباد کې د میانمار سفارت وسوزوي.
د پاکستان سیاسي مذهبي ګوندونو هم له خپل هیواده د میانمار د سفیر د ویستلو غوښتنه کړې ده.