د روهنګیا حکومت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواد وویسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i55739-د_روهنګیا_حکومت_د_پاکستان_رسندویي_ټیم_له_دغه_هیواد_وویسته
  په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر له وربلل کیدو وروسته  د میانمار دولت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواده وویسته .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 11, 2017 01:07 Asia/Kabul
  •  د روهنګیا حکومت د پاکستان   رسندویي ټیم له دغه هیواد وویسته

  په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر له وربلل کیدو وروسته  د میانمار دولت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواده وویسته .

 د روهنګیا د مسلمانانو په بې رحمانه وژلې پسې د پاکستانیانو له اعتراض او  په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر له وربلل کیدو وروسته  د میانمار دولت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواده وویسته .

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د روهنګیا د مسلمانانو له وژلې وورسته د پاکستاني مسلمانانو غوسه اوج ته رسیدلېتر دې چې د پاکستان سیاسي ګوندونو له خپله دولته غوښتې چې له میانمار سره خپلې سفارتي اړیکې غوسې او د میانمار سفیر له اسلام اباده وباسي.

د پاکستان دولت د میانمار سفیر وربللی او هغه ته یې خپل اعتراض رسولی و.

 له دې وروسته د میانمار دولت د پاکستانیانو د پراخو اعتراضونو په ځواب کې د پاکستان د ای آر وایي نیوز چینل رسندویي ټیم چې دخبرونو د برابرولو لپاره میانمار ته تللی و  په هوایي ډګر کې ونیوه او له اتو ساعتونو بې دلیله بندي کولو وروسته یې  د میانمار له خاورې وویسته

د بشري حقوقو  فعالانو  د میانمار دولت او پوځ د بشریت په خلاف په جنایت تورن کړی دی.  نه یوازې په پاکستان بلکې په ایران ملایشیا  او نورو هیوادونو کې دمیانمار د پوځ او بودایی افراطیانو له خوا د مسلمانانو په خلاف د تاوتریخوالي په اعتراض کې پراخې مظاهرې شوې دي.