د روهنګیا حکومت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواد وویسته
په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر له وربلل کیدو وروسته د میانمار دولت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواده وویسته .
د روهنګیا د مسلمانانو په بې رحمانه وژلې پسې د پاکستانیانو له اعتراض او په اسلام اباد کې د میانمار د سفیر له وربلل کیدو وروسته د میانمار دولت د پاکستان رسندویي ټیم له دغه هیواده وویسته .
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې د روهنګیا د مسلمانانو له وژلې وورسته د پاکستاني مسلمانانو غوسه اوج ته رسیدلېتر دې چې د پاکستان سیاسي ګوندونو له خپله دولته غوښتې چې له میانمار سره خپلې سفارتي اړیکې غوسې او د میانمار سفیر له اسلام اباده وباسي.
د پاکستان دولت د میانمار سفیر وربللی او هغه ته یې خپل اعتراض رسولی و.
له دې وروسته د میانمار دولت د پاکستانیانو د پراخو اعتراضونو په ځواب کې د پاکستان د ای آر وایي نیوز چینل رسندویي ټیم چې دخبرونو د برابرولو لپاره میانمار ته تللی و په هوایي ډګر کې ونیوه او له اتو ساعتونو بې دلیله بندي کولو وروسته یې د میانمار له خاورې وویسته
د بشري حقوقو فعالانو د میانمار دولت او پوځ د بشریت په خلاف په جنایت تورن کړی دی. نه یوازې په پاکستان بلکې په ایران ملایشیا او نورو هیوادونو کې دمیانمار د پوځ او بودایی افراطیانو له خوا د مسلمانانو په خلاف د تاوتریخوالي په اعتراض کې پراخې مظاهرې شوې دي.