د پاکستان وحدت مسلمین شورا د شیعیانو ترور وغنده
د بلوچستان صوبې اعلی وزیر نواب ثنا ا... زهری هم د دغه هیواد د شیعیانو ترور وغنده او له پولیسو یې وغوښتل چی ژر تر ژره ترهه ګر ونیسی او سزا یې کړی .
زمونږ خبریال راپور راکوی دپاکستان د وحدت مسلمین شورا یوه مشر او د کویټه ښار د شیعیانو جمعې امام علامه سید هاشم موسوی نن وویل د پاکستان دولت د بلوچستان د شیعه هزارګانو د امنیت په تامینولو کې بې وسه دې او باید په دغه سیمه کې د ارامښت لپاره هڅه وکړی .
د بلوچستان صوبې اعلی وزیر نواب ثنا ا... زهری هم د دغه هیواد د شیعیانو ترور وغنده او له پولیسو یې وغوښتل چی ژر تر ژره ترهه ګر ونیسی او سزا یې کړی .
تکفیری ترهه ګر و پرون د بلوچستان صوبې په کچلاک سیمه کې ۵ هزاره شیعیان ترور کړل .
تراوسه د بلوچستان صوبې په سلګونو مسلمانان په تیره بیا شیعیان د لشګر جهنګوی ، داعش ، جماعت الاحرار او سپاه صحابه په شمول د ترهه ګرو ډلوپه حملو کې وژل شوی دی .