پاکستان د هند له خوا په خبله خاوره ډزې وغندلې
د پاکستان خارجه وزارت د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندي ځواکونو په ډزو کې د یو پاکستاني وژله وغندله .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د پاکستان خارجه وزارت په یوې خپرې کړې بیاینیې کې د کشمیر په کنټرول کرښه کې د هندي ځواکونو له خوا د پاکستان د ښاریزو په قصدي ویشتلو افسوس څرګند کړ.
په دغه بیاینې کې راغلې چې دغه ډول اقدامات په سیمه کې امنیت او ارامښت ته سخت تاوان رسوي.
پرون د کشمیر په کنټرول کرښه کې په کلیر سیمه کې د هندي پوله ساتونکو په ډزو کې یو پاکستانی ښاریز وژل شوی و . له دې وروسته په کنټرول کرښه کې د پاکستان او هند عسکر یو ځل بیا له یو بل سره ونښتل چې د دغو ډزو له امله پینځه هندي عسکر ژوبل شول.
په تیرو څلورو میاشتو د کشمیر په کنټرول کرښه کې د نهه هندي او پاکستاني عسکرو له وژل کیدو ورسته په دغه سیمه کې د دواړو هیوادونو تر مینځ کړکیچ زیات شوی دی.