خواجه اصف وویل په افغانستان کې د امریکا سیاست ماته خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56175-خواجه_اصف_وویل_په_افغانستان_کې_د_امریکا_سیاست_ماته_خوړلی_ده
د ولسمشر ټرمپ وروستې پوځی کړچار په دغه هیواد کې د سپینې ماڼۍ د سیاستونو د ماتې ښودنه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2017 13:15 Asia/Kabul
  • خواجه اصف وویل په افغانستان کې د امریکا سیاست ماته خوړلی ده

د ولسمشر ټرمپ وروستې پوځی کړچار په دغه هیواد کې د سپینې ماڼۍ د سیاستونو د ماتې ښودنه کوی .

 

د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د شمیر د زیاتولو په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستې پوځی کړچار په دغه هیواد کې د سپینې ماڼۍ د سیاستونو د ماتې ښودنه کوی .

همدااوس په افغانستان کې یولس زره امریکایی  عسکر ځای پر ځای دی او د واشنګټن چارواکی نیت لری دغه هیواد ته نور څلور زره عسکر ولیږی .

خواجه اصف همداراز ټینګار وکړ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په راتلونکی غونډې او د دغې موسسې د غړیو په شتون کې به په سیمه کې د سوله ایزې حل لارې په رامینځته کولو او له افغن چارواکو سره د کړکیچ په اواری ټینګار وکړی .