خواجه اصف وویل په افغانستان کې د امریکا سیاست ماته خوړلی ده
Sep 17, 2017 13:15 Asia/Kabul
د ولسمشر ټرمپ وروستې پوځی کړچار په دغه هیواد کې د سپینې ماڼۍ د سیاستونو د ماتې ښودنه کوی .
د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د شمیر د زیاتولو په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ وروستې پوځی کړچار په دغه هیواد کې د سپینې ماڼۍ د سیاستونو د ماتې ښودنه کوی .
همدااوس په افغانستان کې یولس زره امریکایی عسکر ځای پر ځای دی او د واشنګټن چارواکی نیت لری دغه هیواد ته نور څلور زره عسکر ولیږی .
خواجه اصف همداراز ټینګار وکړ د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ په راتلونکی غونډې او د دغې موسسې د غړیو په شتون کې به په سیمه کې د سوله ایزې حل لارې په رامینځته کولو او له افغن چارواکو سره د کړکیچ په اواری ټینګار وکړی .
ټیګونه