د پاکستان خارجه وزیر څه پسې دې ؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56209-د_پاکستان_خارجه_وزیر_څه_پسې_دې
د کاکړ په وینا خواجه اصف په حقیقت کې هڅه کوی چی نړیوال دغې چارې ته متوجه کړی چی د پاکستان بهرنې سیاست د سیاستوالانو په لاس کې ندې بلکې د پوځیانو په لاس کې دې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2017 07:36 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیر څه پسې دې ؟

د کاکړ په وینا خواجه اصف په حقیقت کې هڅه کوی چی نړیوال دغې چارې ته متوجه کړی چی د پاکستان بهرنې سیاست د سیاستوالانو په لاس کې ندې بلکې د پوځیانو په لاس کې دې

 

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ویلی دی چی د ملګرو ملتود عمومی اسمبلۍ د غونډې په ترڅ  کې به د ټرمپ له دولته وغواړی چی د افغانستان مسله د جنګ په ځای له سیاسی لارې اواره کړی او له طالبانو سره خبرې اترې وکړی  ځکه چی په تیرو ۱۶ کلونو کې یې له پوځی لارې د افغانستان  مسله نده اواره کړی . دا په داسې حال کې دی چی خواجه اصف تیره اونۍ په اسلام اباد کې په نورو هیوادونو کې د پاکستان د سفیرانو له غونډې وروسته په یوه مطبوعاتی کانفرنس کې وویل چی پاکستان باید خپله خاوره د ترهه ګرو له وجوده پاکه کړی تر څو په نړیواله سویه خپله خبره وکړې شی . که څه هم د پاکستان د سفیرانو په غونډه کې د دغه هیواد د بهرنی سیاست لپاره نوی کړن لاره اعلان نشوه خو خواجه اصف  په مطبوعاتی کانفرنس کې په دې چارې یو ډول اعتراف وکړ چی پاکستان باید په سیمه کې د امریکا د سیاستونو اجرا کونکې نه وای ، هغه په اتیایمې لسیزې کې په افغانستان کې له پخوانی شوروی سره په جنګ کې د پاکستان فعال رول چی د امریکا د اقداماتو د مجری په توګه یې لوبولې وو ، د پاکستان یوه ستره تیروتنه وبلله . هغه اوس د پاکستان په بهرنی سیاست کې د نوی کړن لارې د ټاکلو غوښتنه کړی ده چی د خواجه اصف په دغو څرګندونو د پاکستان پخوانی کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان سختې نیوکې کړی دی او ویلی یې  دی چی دغه ډول څرګندونې د پاکستان په پوځ او امنیتی اورګانونو حمله ده . چودری نثار علی خان چی د نواز شریف په حکومت کې پوځ ته د خپلې ګروهنې په خاطر منزوی شوې وو ، جوته کړه چی د خواجه اصف له څرګندونو په هندوستان کې هم ډیر هرکلې شوې دې .

تهران راډیو د ټیلی فون په لیکه د پاکستان د خارجه وزیر خواجه اصف د څرګندونو په اړه په بلوچستان صوبه کې د پیپلز پارټۍ د عمومی منشی بسم ا... خان کاکړ نطر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل که پاکستان د طالبانو له ملاتړ او ملګرتیا لاس واخلی نو په افغانسان کې به جنګ خپل پخپله ختم شی  . هغه د افغانستان لپاره د امریکا نوی سټرآتیجۍ ته په اشارې سره چی پکې پاکستان د افغانستان د جنګ د دوام د عامل په توګه معرفی شوی دی ، وویل مګر امریکا ته په دتیرو ۱۷ کلونو کې پته نه وه چی د افغانستان جنګ له کوم ځایه سرچینه اخلی ؟د ښاغلی کاکړ په وینا د پاکستان دا پوځی لاس وهنه په حقیقت کې له امریکا سره غږمله وه  او له بده مرغه د پاکستان سیاسی حکومتونه د هیواد په بهرنی سیاست کې هیڅ رول نشی لوبولې . د کاکړ په وینا خواجه اصف په حقیقت کې هڅه کوی چی نړیوال دغې چارې ته متوجه کړی د پاکستان بهرنې سیاست د سیاستوالانو په لاس کې ندې بلکې د پوځیانو په لاس کې دې  او په لټه کې دې چی نړیوال د پاکستان منتخبو حکومتونو ته د بهرنی سیاست په ستنولو کې مرستې ته وهڅوی او پوځ په بهرنی سیاست کې له لاس وهنې منع کړی .