د نواز شریف مال او جایداد ضبط شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56479-د_نواز_شریف_مال_او_جایداد_ضبط_شو
د پاکستان قضایي سرچینو د دغه هیواد د څنګته شوي لومړي وزیر محمد نواز شریف د اموالو د سرکاري کیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 22, 2017 14:16 Asia/Kabul
  • د نواز شریف مال او جایداد ضبط شو

د پاکستان قضایي سرچینو د دغه هیواد د څنګته شوي لومړي وزیر محمد نواز شریف د اموالو د سرکاري کیدو خبر ورکړ.

د میزان خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د احتساب ملی ادارې  یا نیب په خپل نوي امر کې د نواز شریف د ټول مال او جایداد  په  ضبطولو سره اعلان وکړ: د هغه د کورنۍ غړي تر هغه وخته چې د هغوي په خلاف مختلفې دوسیې روانې دي د خپلو ځمکو او کورونو د  پیر پلور حق نه لري.

 د دغه راپور له مخې همداراز د نواز شریف د کورنۍ ټول بانکي حسابونه به کنګل شي او دهغه  د کورنۍ غړي  اجازه نه لري خپله شتمني چاته ډالۍ کړي یا یې وسپاري.

 د پاکستان  لوړې محکمې   د ستمبر په پینځلسمه نیټه د نواز شریف او دهغه د کورنۍ د مالي فساد په هکله په قضایی حکم کې د بیا کتنې لپاره د نواز شریف غوښتنه رد کړه.