په ترهه ګره حمله کښې د څلور پاکستانی افسرانو وژله
د پاکستان فوځ د افغانستان له پولې سره نزدې په قبائلی سیمه کښې په راجګال دره کښې په پوله ایزې پوستې باندې د ترهه ګرو په حمله کښې د څلورو فوځی افسرانو د وژلې خبر ورکړ.
له اسلام اباده د اېسوشی اېټډ پرېس د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ په یوې بیانیه کښې وویل: یرغلګرو عناصرو نن سهار په دغه پوله ایزې پوستې حمله و کړه چې له امله یې څلور فوځی افسران مړۀ او د دغې پوستې قوماندان سخت ژوبل شو.
د پاکستان فوځ په دې وروستیو کښې د ترهه ګرو له شتون څخه له افغان پولې سره نزدې د پاکستان د خېبر قبائلی سیمې د راجګال دره پاکه کړې او په سیمه باندې د څارنې لپاره پوله ایزه پوسته جوړه کړې وه.
ویل کیږی چې ترهه ګرو چې دغه دره یې په خپل پناه ځای بدله کړې وه له دغې سیمې څخه د افغانستان خاورې ته تښتېدلی دی او وخت په وخت په پاکستانی ځواکونو حملې کوی.