د قبایلي سیمو امنیت د پاکستان پولیسو ته وسپارل شو
Sep 23, 2017 16:31 Asia/Kabul
د پاکستان د حکومت په حکم د دغه هیواد پولیسو په قبایلي سیمو کښې د امنیت او د اساسي قانون د اجرا کولو مسئولیت په غاړه واخیسته.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د پاکستان د حکومت د حکم له مخې د دغه هیواد پولیس به په قبایلي سیمو کښې نیغ په نیغه دخالت ولري او د حکومت ترڅارنې لاندې به فعالیت کوي.
همداشان د دې حکم د اجرايي کیدو په وړومبي پړاو کښې د ځايي محکمو رسمیت ختم شوی او د پاکستان د حکومت ترنظر لاندې محکمې به په دغو سیمو کښې عدالتي چارې په غاړه واخلي.
رپورټونه وايي کومه پریکړه چې د روانې ستمبر میاشتې په دولسمه نیټه شوې وه، سر له نن څخه د دغه هیواد په قبایلي سیمو کښې اجرايي شوې ده او له دې وروسته به په ټولو قبایلي سیمو کښې د پاکستان اساسي قانون اجرا شي.
ټیګونه