پاکستان د هند د خارجه وزیرې ادعاګانې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56655-پاکستان_د_هند_د_خارجه_وزیرې_ادعاګانې_رد_کړې
په ملګرو ملتو کې د پاکستان استازې ددغه سازمان د عمومي اسمبلۍ  په دوه اویایمه غونډه کې د هند خارجه وزیرې د خبرو په غبرګون کې هغه وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2017 02:28 Asia/Kabul
  •  پاکستان د هند د خارجه وزیرې ادعاګانې رد کړې

په ملګرو ملتو کې د پاکستان استازې ددغه سازمان د عمومي اسمبلۍ  په دوه اویایمه غونډه کې د هند خارجه وزیرې د خبرو په غبرګون کې هغه وغندلې.

 

د نوي ډیلي چاپ اینډین اکسپرس ورځپاڼې به لیکنه  په ملګرو ملتو کې د پاکستان استازې ملیحه لودهی پرون  له ترهه ګرو ډلو د اسلام اباد د ملاتړ په  هکله د سوشما وسواراج خبرې بې اساسه وبللې.

 ملیحه لودهی د خپلو خبرو په یو بله برخه کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ته اشاره وکړه او په دغه سیمې دهند ولکه یې غیر قانوني او د دغه سیمې دخلکو دغوښتنې په خلاف وبلله.

په ملګرو ملتو کې د پاکستان استازې همداراز  له ترهه ګرو ډول د هند د دولت په ملاتړ په ټینګار  سره وویل  د اسلام اباد له بیا بیا غوښتنو سره سره  د نوي ډیلي مقامات  مذاکراتو او په اختلافي مسالو خبرو کولو ته تیار نه دي.

سوشما سواراج د ملګرو ملتو د  عمومي اسمبلۍ په غونډه کې پاکستان د  طیبه لښکر، حقاني چینل او جنګوي لښکر په شان ډلو په ملاتړ تورن کړی وی.

دې دا هم ویلې وو چې پاکستان د نریندرا مودي لخوا  د مذاکراتو لپاره شوی وړاندیز ونه مانه .