نواز شریف پاکستان ته ستون شو
Sep 25, 2017 02:46 Asia/Kabul
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نن له لندنه خپل هیواد ته د ستنیدو لپاره روان شوی دی.
ټاکل شوې نواز شریف د ستمبر په شپږ ویشتمه د احتساب په محکمه کې حاضر شي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې نواز شریف به نن سهار اته بجي اسلام اباد ته ورسیږي حال دا چې لور اور زامن به یې په لندن کې له خپلې مور کلثوم نواز سره پاتې شي.
نواز شریف د لندن په هیتهرو هوایی ډګر کې له خبریالانو سره په مرکه کې یو ځل بیا په خپلې بې ګناهۍ او د مالي فساد په نه کولو تورن کړ.
د پاکستان سترې محکمې څه موده مخکې نواز شریف په مالي فساد تورن وپیژنده او هغه یې د دغه هیواد له لومړي وزارته لرې کړ.
ټیګونه