پاکستان او روسیې ګډ پوځي مشقونه پيل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i56733-پاکستان_او_روسیې_ګډ_پوځي_مشقونه_پيل_کړل
د پاکستان پوځ د ماسکو او اسلام آباد د ګډې مانورې د پيلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2017 17:12 Asia/Kabul
  • پاکستان او روسیې ګډ پوځي مشقونه پيل کړل

د پاکستان پوځ د ماسکو او اسلام آباد د ګډې مانورې د پيلیدو خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور نن د دې خبر په اعلانولو سره وویل: د (دوستي ۲۰۱۷) تر عنوان لاندې دا مانور او پوځي مشقونه به په روسیې کښې د یوې اونۍ په موده ترسره شي.

له ترهګرۍ سره مبارزه، د یرغمل شویو آزادول، د تفتیش او پلټنې عملیات او د مرستې او ژغورنې مانوره هغه مشقونه دي چې په دې مانوره کښې به ترسره شي.

همداشان د دې مانورې اصلي موخه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طرفینو د توانمنۍ زیاتول اعلان شوي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نفیس ذکریا مخکښې ویلي وو: پاکستان او روسیه په دفاعي برخه کښې ملګرتیا لري او د ملګرتیا د زیاتولو په لړ کښې یې مختلفې موافقې لاسلیک کړې دي.

د پاکستان او روسیې پوځونو د تیر میلادي کال په ستمبر میاشت کښې په وړومبي ځل د پاکستان په شمالي سیمو کښې ګډ پوځي مشقونه کړي وو.