دپاکستان په بلوچستان کې دولس ترهه ګر هلاک شوی دی
دپاکستان امنیتی مامورانو دبلوچستان صو بې په کوهلو کې په یولړ عملیاتو کې د وسله والو د دوو مهمو کمانډرانو پشمول دولس ترهه ګرهلاک کړی او دهغوی وسلې او تجهیزات او مهمات ئې هم تباه کړی دی
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ په بلوچستان صوبې کې دایف سی ځواک ویندوی خان واسع خبریالانو ته ویلی دی چې د وسله و الو کسانو دشتون په باب دځینو اطلاعاتو په اساس امنیتی مامورانو دکوهلو په ناسو سیمې کې عملیات وکړل چې له ترهه ګرو سره په نښتې کې د هغوی دولس ملګری سره د دوو کمانډرانو جمیر او بلوچ خان پکې هلاک شوی دی
هغه وویل ، و ژل شوی ترهه ګر دیوې ړنګې شوی ډلګۍ غړی وو او په مهمو تاسیساتو او دپوځی اوسیاسی شخصیتونو په وژلو اوحملو کې ئې لاس درلود
خان واسع دا هم وویل کې چې له ترهه ګرو زیات شمیر وسلې اومهمات او چاودیدونکی توکی ولجه شوی دی
باید وویل شی چې دپاکستان د امنیتی ځواک او ایف سی ځواک پر دغو عملیاتو سربیره دبلوچستان صوبې ، په تربت ، مستونګ ،کویټه او ژوب سیمو کې هم په تیرو څو میاشتو کې دامنیتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو ترهه ګر اوبیلتون غو اړی و رانکار هلاک شو ی دی